د پکتیکا ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې ناسته ترسره شوه
د کانونو ساتنې کمېټې غونډه د پکتیکا ولایت د مقام ریاست په مشري او د یادې کمېټې غړو تر منځ ترسره شوه ګډون والو ته د کانونو رئیس مولوی نظر ګل صیاد له لوري د کانونو ساتنې کمېټې طرزالعمل تشریح شو.
همدا راز د کمېټې د غړو له لوري د کانونو د قاچاق مخنیوی، د غیر قانوني استخراج په اړه یي بحث وکړ و یې ویل: د کان کیندنې ټول فعالیتونه باید مطابق د قانون وي او هیچاته د غیر قانوني استخراج اجازه ورنکړل شي.
په پای کې د کمېټې غړو د کانونو ساتنې، د غیر قانوني استخراج مخنیوي په اړه یې دلازمو همکاریو ژمنه وکړه.