هلمند ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال سفر

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۳:۵۴
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي هلمند ولایت ته په یو رسمي سفرلاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي الحاج مولوي عبدالرحمن کندزي، امنیه قومندان الحاج مولوي عبدالحکیم مبارک، د استخباراتو رئیس، د کانونو رئيس او نورو اړوندو او مسئولینو او ځایي چارواکو سره ولیدل.
د بېلا بېلو موضوعاتو ترڅنګ یې د یاد ولایت د کانونو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه د 9 ارګانونو یوه ګډه کمېټه  چې پکې((امنیه قومنداني،استخبارات،کانونو ریاست، اقتصاد، مالیه، کرنه،چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي جوړه کړه او زیاته یې کړه: یاده کمېټه د کانونو د غیرقانوني استخراج، قاچاق مخنیوی د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوې او غوښتنه یې وکړه، چې سیمه یز ارګانونو دې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي.
د هلمند والي د وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکاریو او کاري فعالیتونو په ځانګړې توګه د جوړې شوې ګډې کمېټې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته