په کابل ښار کې د ډبرو سکرو د ویش لړۍ پیل شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۵:۳۸
زز

د کابل ښاریانو لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو په موخه د ډبرو سکرو د ویش لړۍ پیل د 20/8/1402 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مل پلاوي له لوري د کابل ښار په اته مه ناحیه کې رسما یې پرانیسته وکړه.
د 50000 زره ټنو د ډبرو سکرو چې د کانونو او پټرولیم وزارت او کابل ښاروالي له لوري یې مخکي پلان نیول شوی و، د کابل ښار په 22 ناحیو کې به ځای پرځای شي او کابل ښاریانو باندې به یوټن په 9000 افغانیو و پلورل شي.
د ډبرو سکرو انتقال او ځای پرځای کول یې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري محبت سادات شرکت ته سپارل شوي، په ښه کیفیت سره  د ډبرو سکاره د کابل ښاریانو لپاره را انتقالوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته