د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له چینايي او په مالیزیا هېواد کې مېشتو افغان پانګوالو سره ولیدل
![زز](/sites/default/files/2023-10/whatsapp_image_2023-10-16_at_1.29.13_pm.jpeg)
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د دوشنبې په ورځ 24/7/1402 نېټې له چینايي او په مالیزیا کې مېشتو افغان پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې يې د افغانستان کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونه خبرې وکړې.
د افغانستان سروزرو او مسو کانونوپه برخه کې خپله علاقمندي وښوده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه ورته ښه راغلاست وویل او د کان کيندنې د قانون او طرزالعمل مطابق یې ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.