د نفت او ګازو(هایدرو کاربنونو) د قانون د تسوید بین الوزارتي غونډه ترسره شوه

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۵:۲۰
سس

 یکشنبه په ۹/۷/۱۴۰۲ نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت په مقر کې د پلان او پالیسي مرستیال په مشرۍ د نفت او ګازو(هایدرو کاربنونو د قانون د تسوید کمېټې لومړنۍ بین الوزارتي غونډه ترسره شوه. یاده کمېټه چې د اسلامي امارت د امیر المومنین حفظه الله د (۹)۲۸/۳/۱۴۴۴ ګڼې فرمان د لومړۍ مادې د دویم جزء په رڼا کې د ذیدخلو وزارتونو/ادارو (کانونو او پټرولیم، مالیې، کرنې اوبو لګولو او مالداری، اطلاعات او فرهنګ، صنعت او سوداګري وزارتونو او د چاپیریال ساتنې او د نورم او ستندرد ادارو) د مسلکي، تجربه لرونکو، تخصصي او علماوو استازو په ګډون د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د حکم مطابق جوړه شوې وه.
لومړنۍ غونډه  د قران کریم په تلاوت سره پیل شوه چې لومړی د پلان او پالیسي مرستیال ښاغلي شیخ الحدیث ضیاء الرحمن الاریوبي د تقنیني اسنادو او پالیسیو د جوړولو او تطبیق برخه کې د وزارت او اسلامي امارت ژمنتیا او د هغو د ګټو په اړه خپله هر اړخیزه وینا وکړه ، ورپسې د حقوقو عمومي ریس مولوی سعید احمد بهرمند د تقنیني اسنادو جوړولو برخه کې د دې وزارت لاس ته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل او د تقنینی اسنادو شتون او ضرورت په اړه یې وینا وکړه.
وروسته د دې کمېټې غړو د نفت او ګازو (هایدرو کاربنونو ) قانون د تسوید لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د یاد قانون د مسودې ترتیبولو برخه کې یې د قانون جوړونې اصولو او روشونو ته په کتو پیل وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته