د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د میدان وردګ ولایت له والي او سایر د کانونو د استخراج پروسس شرکت له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۷:۴۸
76

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ د 2/7/1402 نېټې د میدان وردګو ولایت له والي ښاغلي قاري بختیارمعاذ او سایر د کانونو د استخراج او پروسس شرکت له رئیس حیات خان یعقوبي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ په ځانګړې توګه د کانونو په قراردادونو او خلکو ته د کاري فرصتونه برابرولو باندې یې بحث او نظرونه شریک کړل.

د میدان وردګ ولایت والي د طبیعي زېرمو د مدیریت په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې دیاد ولایت خلکو ته د اقتصادي پراختیا او اسانتیاو برابرولو په برخه کې لا ډېر کارته اړتیا ده په یاده برخه کې سایر د کانونو د استخراج او پروسس شرکت رئیس غوښتنه وکړه چې دبادام د کرومایټ ډبرو کان په قرارداد ونیسي.

او همدارنګه وویل: "چې د کان له قرارداد نه بغیر د یاد ولایت خلکو ته وړیا خدمتونه ترسره کوم، چې پکې د کان په سیمه کې د اوبو بند چې 10 زره هکټاره ځمکه خړوبوي، 100000 سل زره میوه لرونکي اوبې میوې ونې او سلو یتیمانو ته یتیم خونې جوړول شامل دي".

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د شرکت د رئیس نظرونه او غوښتنې وستایلې او زیاته یي کړه: د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو قراردادو نه د یاد وزارت د طرزالعمل مطابق ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د میدان وردګو ولایت والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په صورت کې به د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته