پنجشیر ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سفر

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۰:۱۸
d

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مل پلاوي د چهارشنبې په ورځ د 25/5/1402 نېټې په یو رسمي سفر پنجشیر ولایت ته ولاړ.
د یاد سفر موخه له سیمه یزو مسوولینو، مشرانو او سپین ږیرو سره لیدنه او د هغوی ستونزو ته رسېدنه وه.
د کانونو اوپټرولیم وزارت سرپرست  د یاد ولایت له والي محمد آقا حکیم، امینه قومندان، امارتي مسوولینو، سیمه یزو مسوولینو او له مشرانو سره په لیدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګه یې د یاد ولایت د خلکو پر وضعیت باندې يې بحث او نظرونه شریک کړل.
همدارنګه د والي په مشرۍ د امنیه قومندانۍ، استخبارتو ریاست، اقتصاد، کرنه  او مالداري، چاپیریال ساتنې، اوبو او برېښنا، مستوفیت په ګډون او د یاد ولایت د کانونو ریاست  تر څارنې لاندې یوه ګډه کېمټه جوړه کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته