لوګر ولایت ته د کانونو اوپټرولیم وزارت سرپرست سفر

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۰:۱۵
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي په یو رسمي سفر لوګر ولایت ته ولاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دغه سفر کې د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي عنایت الله، له سیمه یزو مسوولینو او مشرانو سره ولیدل او پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه له نهو ارګانونو مشتملې کمېټې د امینه قومندانۍ ، استخبارتو ریاست، کرنې او مالداري، اقتصاد، اوبو او برېښنا، چاپېریال ساتنې، مستوفیت او د کانونو ریاست د استازو تر منځ د کمېټې پر جوړول خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې یاده کمېټه د کانونو د خپل سري او غیرقانوني کان کېندنې او قاچاق مخنیوی او همدارنګه د کانونو د استخراج  پرچټکتیا ټېنګار وکړ او له سیمه یزو ارګانونو څخه یې غوښتنه وکړه چې له یادې کمېټې سره دې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته