د داخلي تفتیش رئیس معرفي

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۳:۳۵
۵

حا فظ رحمت الله احمد چې مخکې د لوګر ولایت د کانونو د رئيس په توګه دنده ترسره کوله. د وزارت د مقام 3/5/1402 نېټې د 14 شمېرې وړاندیز او د ریاست الوزرا محترم مقام 15/5/1402 نېټې د (380) شمېرې حکم په اساس د داخلي تفتیش رئیس په توګه د چهارشنبې ورځ د 18/5/1402 نېټې د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري له لوري د یو شمېر رئیسانو په ګډون د یاد ریاست کار کوونکو ته ور وپېژندل شو.

مالي او اداري مرستیال نوي رئیس ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ یې ورته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

حافظ رحمت الله احمد د وزارت د مقام له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د وزارت د رهبري هئیت په همغږۍ او د یاد ریاست د کارمندانو په همکارۍ به خپله دنده په ښه توګه مخته وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته