د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افچین کمپنۍ له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۷:۴۸
a

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ د 1/5/1402 نېټې د افچین کمپنۍ له رئیس ښاغلي شي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د افچین کمپنۍ رئیس د تېرو درې میاشتو دکارونو د فعالیت او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او همدارنګه د راتلونکې درې میاشتني پلان په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پروژې د استخراج په روڼوالي او د کمپنۍ د فعالیتونو پرچټکتیا او نورو مواردو باندې ټېنګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته