بامیانو ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سفر

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۳:۵۹
ی

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاوراو مل پلاوي د سه شنبې ورځ د 13/4/1402 نېټې په یو رسمي سفر بامیانو ولایت ته ولاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست بامیانو ولایت ته په خپل سفر کې د یاد ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي او یو شمېر سیمه یزو مسوولینو سره وکتل، او د بېلابېلو موضوعات تر څنګه یې د یاد ولایت په طبیعي زېرمو او له هغو څخه د ښې ګټې اخیستنې، د کانونو د خپل سري او غیرقانوني کېندنې او قاچاق مخنیوی په اړه خبرې وکړې. 
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو خبره وکړه چې پکې 9 ارګانونه امنیه قومندانۍ، استخبارت، د کانونو ریاست، مالیه، اقتصاد، هستوي انرژي، کرنه، چاپیریال ساتنې، سوداګرۍ او صنعت ریاستونه شامل دي معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دغه کمېټه د کانونو د خرابوالي، قاچاق مخنیوي او د استخراج پروسې د چټکوالي په موخه جوړه شوې او له سیمه ایزو ارګانونو څخه یې له یادې کمیټې سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته