د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د MCC کمپنۍ له مرستیال سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۵:۲۶
s

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن دوشنبه  1402/3/22 نېټې د MCC  کمپنۍ له مرستیال سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د MCC کمپنۍ مرستیال د عینک د مسو کان د کار پیل په اړه خپل پلانونه، طرحې او همدارنګه د سرک جوړولو، د لرغونو اثارو لېږد، د وسایلو او د ماشینونو راوړل او شته ستونزو په اړه بحث او نظرونه سره شریک کړل.

د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست په دې لیدنه کې وویل: وزارت د دې پروژې ټول مسؤولیتونه د قرارداد په اساس تر سره کړي او قراردادي شرکت نه باید د دغې پروژې عملي کار وځنډوي. او همدارنګه یې د عنیک مسو کان لرغونو اثارو د لېږد لپاره د کانونو او پټرولیم، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او د یادې کمپنۍ د استازو او د دغه وزارت د تخنیکي مرستیال په مشرۍ ګډه کمېټه جوړه کړه

له دې خبرو وروسته د MCC کمپنۍ مرستیال وویل: چې د عینک ساحې څخه د  لرغونو اثارو له لېږد وروسته به د یادې پروژې کارونه پیل شي. او همدارنګه د هغې سیمې درې سوه کورنیو ته چې هلته استوګن دي د مرستې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته