د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له مرستیال سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۵:۳۳
ط

د کانونو  او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن یکشنبه ۲۱/۳/۱۴۰۲ نېټې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د اوچا دفتر له مرستیال ښاغلي محمد زید خاطر او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست تر څنګ د اسلامي امارت د لاسته راوړنو، د کانونو د اقتصادي ودې او پراختیا، په چارو کې د روڼتیا او په ځانګړي ډول د هیواد د سرتاسري امنیت په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر د اوچا دفتر مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې مننه وکړه او ویې ویل: د اسلامي امارت په راتګ سره واقعاً په دغه هیواد کې سرتاسري امنیت او په چارو کې روڼتیا راغلی ده. او همدارنګه یې د وزارت مشرتابه له لوري په کانونو کې د ماشومانو د کار پر منع کولو خوښي څرګنده کړه.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او پر دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته