په بهر هيوادونو کې د مېشتو افغان علماوو او کارپوهانو ټولنې له استازو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۸:۷
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغان علماوو او کارپوهانو د ټولنې له استازو سره نن چهار شنبه 17/3/1402 نېټې په خپل کاري دفتر  ولیدل.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګه د اسلامي امارت د تېرو دوو کلونو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې. 
د يادو علماوو او کارپوهانو په استازيتوب ډاکټر محراب الدين حميدي د بهرنيو اشغالګرو پر وړاندې د افغانانو د جهاد او مبارزې او له فتحې وروسته د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کانونو او پټروليم وزارت د لاسته راوړنو ستاينه وکړه. او د افغانستان اسلامي امارت سره يې د هيواد په اقتصادي ودې لېوالتيا وښودله. او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت په همکارۍ به په بهرنیو هیوادونو کې میشتو افغان علمي، فرهنګي او تخنیکي کدرونو ته د راستنیدو زمینه برابره کړو.
د يادونې وړ ده چې د علماوو او مشرانو ياد استازي هغه افغانان دي چې په امريکا, کاناډا, ترکيه او يو شمېر نورو بهرنيو  هيوادونو کې ژوند کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته