د کابل نړیوال نندارتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ګډون

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۳:۵۵
۶

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پنجشنې په ورځ 21/2/1402 نېټې د کابل نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې په داسې حال کې چې د د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کابینې یو شمېر وزیرانو او ملي او نړیوالو پانګوالو شتون درلوده ګدون وکړ.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د دغه نندارتون د جوړيدو قدرداني وکړه او د دغه شان نندارتونونو جوړول يې د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهم وبلل او ويې ويل: د شکر ځای ده چې موږ يو ځل بيا په يو مهم نندارتون کې ګډون کوم، خپلو هیوادوالو ته ځانګړې روحیه او د مظلوم ولس لپاره ډاډ ورکوو چې افغانستان یو زراعتي او صنعتي هیواد ده، الحمدالله د طبیعي زیرمو څخه بډای دی او په زحمت او زیار سره به انشاالله په ځان بسیا هیواد ولرو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست همدارنګه د تړونونو د لاسلیک، د عوایدو او د افغانستان د کانونو په ځانګړي ډول د اوسپنې، سرب او جست، سمنټ، ډبرو سکرو او نورو کانونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

په پای کې یې د نندارتون له غرفو، تولیداتو او د داخلي محصولاتو څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته