د هرات، غور او بادغیس ولایتونو له والیانو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۴:۳۶
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور دلاور نن سه شنبه د 1402  کال د غويي میاشتې په 19 نېټه د هرات له والي شیخ الحدیث نور احمد اسلام جار، د غور له والي ملا احمد شاه دین دوست او د بادغیس له والي مولوي عبدالصمد جاوید سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست والیانو ته د کانونو او پټرولیم وزارت ته د ښه راغلاست تر څنګ د هرات، غور او بادغیس ولایتونو بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د یادو ولایتونو د کانونو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه د پانګوالو جلبول او د کاري زمینې برابرولو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته