د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د MCC شرکت له مرستیال سره وکتل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۳:۱۹
سش

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن شنبه د 16/2/1402 نېټې د مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو په شتون کې د عینکو مس پروژې قراردادي شرکت MCC کمپنۍ تخنیکي مرستیال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د عینکو د مس پروژې اړوند په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
په پاى کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست يادونه وکړه چې اوس په ټول افغانستان کې امنيت تامين شوى دى او یاده کمپنۍ باید د خپل عملي کارونه لپاره ژر تر ژره عملي اقدام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته