د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د ترکې هيواد له سفير سره وليدل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۱۶:۲۶
عف

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پنجشنبې په ورځ 1402/2/14 نیټې د مرستیالانو او یو شمیر رئيسانو په شتون کې د ترکیې له سفیر ښاغلي جهاد ارګین او له مل  پلاوي سره په خپل دفتر کې وليدل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې سفیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ښو، اوږدمهاله او دوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه يې د افغان تاجک نفتي حوزې د پروژې چې مخکې قرارداد شوی و د کار د پیل او استخراج په اړه یې هم خبرې او نظرونه سره شريک کړل. 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست یادونه وکړه چې د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه برابر شوي او هڅه کوو چې ملي او نړیوال پانګوال په ځانګړې توګه د دوست هېواد ترکیې پانګوال هم وکولی شي د دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د ترکیې سفیر له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ وویل: د هېواد پانګوال مو چمتو دي چې د دغه هېواد د کانونو په ګډون په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته