زابل ولایت ته د کانونو او پټرولیم سرپرست سفر

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۴:۴۷
ww

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له خپل مل پلاوي د  پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او د جیولوجي سروې مرستیال انجنیر نورالله ستانکزي سره د خپل سفر په ترڅ کې د زابل ولایت د کانونو له رئیس او کار کوونکو سره ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او مل پلاوي د زابل ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د فعالیتونو او کارونو د راپور د اورېدو وروسته د زابل د کانونو  فعالیتونو د څارنې، ارزونې او کنټرول او د کانونو د قراردادونو د تطبیق د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې. او د کانونو له بېلابېلو سیمو څخه یې لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته