د کوچني مقياس 16 ساحو داوطلبي تر سره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۵:۱۴
۴۳

د ( مرمر۔ رخام۔ کرومايټ۔ فلورايټ۔ نفرايټ۔ ) کانونه چې په کندهار۔ هلمند۔ پکتيکا۔ فارياب۔ ارزګان۔ لوګر او کابل ولايتونو کې موقعيت لري داوطلبي يې د رسنيو پر وړاندې تر سره شوه. 

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ښاغلي شېخ الحديث شهاب الدين دلاور ياد کانونه چې مخکې د داوطلبي لپاره اعلان ته سپارلي وو. نن سه شنبه 1402/1/29 نېټې د پلان او پاليسي۔ مالي او اداري او جيولوجي سروې مرستيالانو،دکادستراومنرالونوعمومي ریس۔ ټاکلي هيئت او هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې يې د داوطلبي شرايط پوره کړي داوطلبي تر سره کړه. 

په دغه داوطلبي کې لاندې شرکتونه د پورته ذکر شوو کانونو :

1.  د کندهار ولايت شاه ولي کوټ ولسوالۍ مرمر ډبرو کان ګټونکي د شرنګ نيک بابا کان استخراج شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 980 افغانۍ. 

2. د کندهار ولايت شاه ولي کوټ ولسوالۍ 11 بلاک مرمر ډبرو کان ګټونکي د آسيل شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 1900 افغانۍ 

د کندهار ولايت شاه ولي کوټ ولسوالۍ 12 بلاک مرمر ډبرو کان ګټونکي د آسيل شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 1900 افغانۍ 

4 د کندهار ولايت شاه ولي کوټ ولسوالۍ 13 بلاک مرمر ډبرو کان ګټونکي د آسيل شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 1900 افغانۍ  

5 د کندهار ولايت شاه ولي کوټ ولسوالۍ 6 بلاک مرمر ډبرو کان ګټونکي د فولاد غورياني شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 1900 افغانۍ 

6 د کندهار ولايت شاه ولي کوټ ولسوالۍ 8 بلاک مرمر ډبرو کان ګټونکي د متحد سیستان متحد شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 900 افغانۍ 

7 د هلمند ولايت ګرمسير ولسوالۍ د روخام ډبرو کان ګټونکي د شرنګ نيک بابا کان استخراج شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 17550 افغانۍ 

8 د پکتيا ولايت ګيان ولسوالۍ د کرومايټ ډبرو کان ګټونکي د پتراراک شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 15100 افغانۍ 

9 د فارياب ولايت قيصار ولسوالۍ د روخام ډبرو کان ګټونکي د المار انيکس شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 25000 افغانۍ 

10 د ارزګان ولايت چوره ولسوالۍ د فلورايټ ډبرو کان ګټونکي د اسکای آريا شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 20000 افغانۍ 

11 د لوګر ولايت ازره ولسوالۍ د نفرايټ ډبرو کان ګټونکي د چونګ فوشنګلي  شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 980000 افغانۍ 

12 د ارزګان ولايت چتو ولسوالۍ د فلورايټ ډبرو کان ګټونکي د اسکای آريا کان استخراج شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 20995 افغانۍ  

13د کابل ولايت شکر درې ولسوالۍ د مرمر ډبرو کان ګټونکي د افغان لايټ سټون استخراج شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 900 افغانۍ 

14 د هلمند ولايت ګرمسير ولسوالۍ د رخام ډبرو کان ګټونکي د کندهار خوګياني شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 12800 افغانۍ 

15 د هلمند ولايت ګرمسير ولسوالۍ د روخام ډبرو کان ګټونکي د آسيل شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 45000 افغانۍ 

16 د لوګر ولايت ازره ولسوالۍ د نفرايټ ډبرو کان ګټونکي د نور نعمت شرکت د رويالټي په لوړ قېمت في ټن 2220000 افغانۍ

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته