د کانونو او پټرولیم وزارت د 1401 کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کول

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
56

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د یکشنبې په ورځ 13/1/1402 نېټې د یوه خبري کنفرانس له لارې د کانونو او پټرولیم وزارت د یوه کال لاسته راوړنو او فعالیتونه راپور د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز رسینو ته وړاندې کړ.

په دې کنفرانس کې د مقام ویاند مفتي همایون افغان او د عوایدو رئیس مولوي محمد رسول عقاب هم ګډون درلود.

په پیل کې د وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال د وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او په کارونو کې د روڼتیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د اسلامي امارت له بریا وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت توانیدلی چې د کانونو په برخه کې تر ټولو زیات عواید راټول کړي.

دغه راز ویاند مفتي همایون افغان د کانونو او پټرولیم وزارت د 1401 مالي کال د سروې، د لویو او کوچنیو کانونو د قراردادونو، د معدني موادو د پروسس اجازه نانې، د نفت او ګازو پروژې، مس عینک او ټاپي پروژې د لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړل. او همدارنګه یې د 1402 کال عمده پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل. 

مفتي همایون افغان د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو په اړه هم معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د کانونو او پټرولیم وزارت په 1401 کال کې (17،487،439،050) اوولس میلیارده، څلور سوه اوه اتیا میلیونه، څلور سوه نهه دېرش زره او پنځو افغانۍ عواید راټول کړي دي.

یاده برنامه د رسنیو پوښتنو ته په ځوابونو ورکولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره وکتل.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

بېرته خبرونه ته