د قشقري 20000 ټنو او انګوت 7000 ټنو خام تیلو داوطلبۍ تر سره شوه
![zzz](/sites/default/files/2023-03/1_1.jpeg)
د قشقري 20000 ټنو او انګوت 7000 ټنو د خام تېلو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلی شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د جیولوجي سروې او د پلان او پالیسۍ مرستیالانو په شتون کې نن سه شنبه د 16/12/1401 نېټې د وزارت په مقام کې تر سره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قشقري 20000 ټنو او د انګوت 7000 ټنو د خام تیلو د داوطلبۍ پرانیستلو پر مهال وویل: موږ په افغانستان کې د تولید شویو تېلو د لومړي داوطلبۍ شاهدان یو او دا د ویاړ ځای ده چې داوطلبې کمپنۍ هم داخلي دي چې ټول پروسس باید په افغانستان کې دننه ترسره شي.
په دغه داوطلبۍ کې درېو شرکتونو ګډون کړی وو چې د (TOF Oil Refinery Co) شرکت د داوطلبۍ کمېټې د غړو له خوا د مناسب قیمت په وړاندې کولو سره د قشقري 20 زره ټنه خام تیلو د پېرلو ګټونکی اعلان شو.
او د یادونې وړ ده چې د انګوت 7000 ټنو خام تیلو لپاره مناسب قیمت وړاندې نشو چې دا به د بیا ځل داوطبۍ اعلان ته وړاندې شي.