د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ناسته

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۶
⁷b

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن سه شنبه د 18/11/1401 نېټې د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الریوبي، د جیولوجي سروې مرستیال نورالله ستانیکزي او د یو شمېر رئیسانو په شتون کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. 

په دغه کتنه کې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او له بهر څخه هېواد ته د افغانانو د راستنېدو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست ویلو وروسته په څه کم دوه کلونو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو، د کانونو د اقتصادي ودې او پراختیا، په دندو کې د شفافیت او په ځانګړي ډول د هیواد د ټولیز امنیت په اړه خبرې وکړې.

ورپسې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې مننه وکړه او وې ویل: چې واقعاٌ د اسلامي امارت په راتګ سره د دغه هیواد په ټولو چارو کې شفافیت راغلي او همدارنګه یې د وزارت د رهبري هئیت د کارونو ستاینه وکړه.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او په دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته