د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو څانګې له رئیس سره وکتل.

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۴:۱۱
۱۲۳

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي معین ښاغلی انجنیر وحید الله حلیمی او د دې وزارت ځینو رئیسانو د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس ښاغلی پوهنوال عبدالرشید اقبال او د جیولوجي او کانونو پوهنځي له مسولینو سره د دواړو خواوو تر منځ د همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا او همدا رنګه د اکاډمیکو نهادونو او سکټور تر منځ د همغږۍ را منځته کیدو په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې ناسته وکړه. د کانونو او پټرولیم وزارت ژمن دی چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون محترمو استادانو او زده کړیالانو ته د عملي کارونو زمینه برابره کړی ترڅو د یادو ادارو په چارو کې د دواړو خواوو له علمي او عملي تجاربو څخه موثره استفاده وشي. 
دواړو خواوو ژمنه وکړه چې داسې ناستو ته به دوام ورکوي ترڅو د اکاډمیکو نهادونو او سکټور تر منځ شته واټن له منځه لاړ شي او وکولای شو د کانونو او پټرولیم سکټور د اکاډمیکو نظریو او میتودونو په رڼا کې لا ښه مدیریت وکړو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته