د غور ولایت د سرب و جست د پروپوزلونو د ارزونې په اړه بین الوزارتي کمیټې غونډه ترسره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۶:۴۲
ww

د غور ولایت د سرب و جست د کانونو پروپوزلونو ارزونې په اړه بین الوزارتي کمیټې غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د اقتصاد وزارت سرپرست ښاغلی قاري دین محمدحنیف، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د مالیې وزارت مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ مرستیال قدرت الله جمال په ګډون نن سه شنبه 4/11/1401 نېټې تر سره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اړوندې کمېټې له لوري د یادو پروژو د پروپوزلونو د ارزونې په بهیر کې له روڼتیا څخه خوښي څرګنده کړه ، همدارنګه یی ګډونوالو ته د وړ شرکتونو د پروپوزلونو د ارزونې په اړه لنډ معلومات وړاندې شوو.
همدارنګه د غور ولایت د سرب او جست پروژو لپاره د داوطلب شرکتونو د وړاندیزونو د ارزونې په اړه د پرزنټیشن له لارې د لوی کانونو د سرب او جست پروژې مسؤول له لوري د غونډې ګډونوالو ته لنډ معلومات وړاندې شوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته