د زابل ولایت له والي سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه:

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۱:۵۷
ww

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن چهار شنبه 28/10/1401 نېټې د زابل ولایت له والي ښاغلي مولوي قدرت الله ابوحمزه سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د زابل ولایت والي په دغه ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د زابل ولایت د معدني زیرمو او د یاد ولایت د معدني ساحو چې مخکې د کانونو او پټرولم وزارت لخوا سروې شوې وې خبرې اترې وکړې.

همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې زابل ولایت ته د جیولوژیکي سروې ټیم ولېږي څو د هغو سیمو سروې وکړي، چې تر اوسه یې سروې نه ده شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته