د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل ولایت د ډبرو سکرو د خرڅلاو له سیمو څخه لیدنه وکړه

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۵:۲
123

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مل پلاوي د دوشنبې په ورځ د 7/9/1401 نېټې د ډبرو سکرو د ویش له مرکز ده سبز ولسوالۍ او د کابل ښار د ډبرو سکرو پلورنځیو له 32 سیمو لیدنه او لارښوونه ورته وکړه تر څو د ډبرو سکرو ویش پېل کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد وزارت او  هغو شرکتونو له استازو سره چې د کابل ښاریانو د اړتیا وړ ډبرو سکاره چمتو کوي ولیدل او د ډبرو سکرو د ټاکلې بیې د کنټرول او لوړ کیفیت په اړه یې خبرې ورسره وکړې.
له بلې خوا د کابل ولایت اوسیدونکو د ژمي په موسم کې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د ډبرو سکرو د زیات استعمال په خاطر د کانونو او پټرولیم وزارت د ښو کړنو څخه خوښي څرګنده کړه.
همدارنګه سرپرست وزیر اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ډبرو سکرو د وېش په برخه کې د دوی ستونزې له اصولو سره سم حل او په اړه یې د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته