د چین، قرغیزستان او منګولیا هیوادونو له پانګوالو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۴:۲۲
xxx

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پلان او پالیسۍ مرستیال شېخ ضیاء الرحمن الاریوبي او د مالي او داري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په شتون کې د چین، قرغيزستان او منګولیا هیوادونو له پانګوالو سره د سه شنبې ۲۴/۸/۱۴۰۱ نېټې په خپل کاري دفتر کې ورسره ولیدل.
د یادو هیواونو پانګوالو په افغانستان کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کانونو د پروسس د فابریکو د جوړولو او له کاني موادو څخه د صنایعو د جوړولو او په افغانستان کې دننه د پانګونې لپاره د خپلې لېوالتیا او چمتووالي په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور هم په افغانستان کې د پروسس فابریکو د جوړولو د پلان هرکلی وکړ او د همکارۍ ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته