د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ګډونوالو ته د ستاینلیکونه ورکول

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۳:۵
سسس

د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام د کانونو د ولایتونو ریئسانو لپاره د پنځو ورځو د 8/8/1401 نېټې په یاد وزارت کې په لار اچول شوی و نن پنجشنبه ۱۲/۸/۱۴۰۱ نېټې د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.
دغه پروګرام د بشري منابع ریاست له لوري او د پلان او راپور جوړول، قوانینو او مقرارتو، عوایدو، مالي او حسابي، کانونو د قرارداد ورکولو او د جیولوجي سروې په برخه کې د یادو ریاستونو متخصیصینو له لوري ورته تدریس وشو.
نننۍ پروګرام د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور، تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي، د پالیسۍ او برنامو مرستیال ضیاء الرحمن اریوبي، بشري منابع رئیس مولوي احمد ضیاء خاکسار او یو شمېر رئیسا په ګډون د یاد وزارت د غونډو په تالار کې تر سره کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست رئیسانو او مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، د افغانستان کانونه یو الهي نعمت ده او دا زموږ دنده ده چې له دې څخه په ښه توګه ساتنه او استفاده وکړو.

ټاکل شوې ده چې د ۲۱ ولایتونو لپاره دویم پروګرام راتلونکې اونۍ پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته