د کاډسټر او منرالونو تنظیم عمومي ریاست ته د نوي رئیس معرفي کېدل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۱۴:۵۰
www

د کانونو او پټرولیم وزارت د 933 شمېرې د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د 821 شمېرې د حکم پر اساس د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي حسام الدین صابري او د جیولوجي سروې مرستیال له لوري د رئیس دفتر، بشري سرچینو رئیس او د پلان ارزونې او څارنې رئیس په شتون کې ښاغلی حافظ انجنیر فرید برات زی د کاډسټر او منرالونو تنظیم عمومي رئیس په توګه د یاد ریاست کار کوونکو ته نن چهار شنبه 27/7/1401 نېټې ورمعرفي کړ. 
حافظ انجنیر فرید برات زی له دې وړاندې د یاد وزارت د کوچني کانونو د قراردادونو تطبیق رئیس په توګه دنده تر سره کوله. د یادونې وړ ده چې ښاغلی برات زی د قرانکریم حافظ، عالم دین او همدارنګه د انجنیرۍ په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۵۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با هیئت قزاقستان

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  چهارشنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۱۶ با  ژانی بیک تایزانوف معین وزارت ترانسپورت، شارخان ایران معین وزارت صنعت و ساختمانی، میربیکوف یرکین رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۸
Background image

وضاحت

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې آوازې خپرې شوي، چې ګویا د خان محمد وردګ په نامه کوم کس د کانونو او پټرولیم وزارت کې د مدیره پلاوي ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی، کانونو او پټرولیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۶
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د کونړ ولايت د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د کونړ ولایت کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله د یادې څېړنې وروسته یې د. . .

بېرته خبرونه ته