د کانونو او پټروليم وزارت د رهبري هيئت غونډه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۳۰ - ۱۴:۲۸
عف

د کانونو او پټروليم وزارت د رهبري هيئت غونډه د سرپرست وزير شېخ الحديث شهاب الدين دلاور صاحب په مشرۍ د وزارت معينانو, رئيسانو او مسوولينو په شتون کې نن پنجشنبه 1401/4/30 نېټې تر سره شوه.

غونډه د مولوي عبدالله نعماني لخوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو اياتونو سره پېل شوه.

ورپسې سرپرست وزير صاحب رئيسانو او کارکوونکو ته وويل موږ باید د پخوا په پرتله لا زیات کار وکړو د درسپارل شوو دندو په ښه ترسره کولو سره ښې پایلې ترلاسه کړو او ورځ تر بلې د کیفیت په لوړولو سره کولای شو په ټولنه کې د وزارت معنوي مقام وده او پیاوړې کړو.  نوموړي د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو او د تېرو کلونو په پرتله د مثبتو بدلونونو او همدارنګه د کانونو د ناقانونه استخراج په اړه هم خبرې وکړې. 

همدارنګه د سمنګانو ولایت د کانونو ریاست د ډبرو سکرو د مدیریت په اړه د تخنیکي تفتیش او چاپېریال جیولوژي رئیسانو د ۷۶ ګڼې د 1443/10/26 نیټې د وړاندیز په اړه خپل نظرونه وړاندې کړله  

ورپسې د سروې او جیولوژي معين نورالله ستانګزی له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د سروې او جیولوژي رياست د ساحوي پرسونل لپاره د سفريا او امتيازاتو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د وزارت د بېلابېلو څانګو رئیسانو د کړنو د راپور او وړاندیزونو د اورېدو په ترڅ کې د وزارت د مسوولینو له خوا د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته