د کنړ او پروان ولایت د نفرایټ ډبرو د دوه ساحو داوطلبي

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۴:۱۰
ddd

د کانونو او پټرولیم وزارت نن سه شنبه د 24/3/1401 نېټې د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ د پنجکوت د سیمې او د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د بختې سیمې د نفرايټ ډبرو کانونو داوطلبي د وزارت په مقام کې په شفافه ټوګه تر سره کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د نفرايټ ډبرو سیمې مخکې اعلان ته سپارلې وې، چې د تخنیکي معین ښاغلي انجینیر وحیدالله حلیمي، د پالیسي معین ښاغلي ضیاء الرحمن اریوبي، د مالي او اداري معین ښاغلي مولوي حسام الدین صابري، د موظف هیئت او 49 څلوېښت هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو د یوې شفافې پروسې له مخې تر سره کړه.
په دغه داوطلبۍ کې د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ د پنجکوټ سیمې د اطمینان شرکت د رویالیټي قېمت في ټن 5000000 افغانيو په ارزښت ګټونکی او د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د بختې سیمې د افغان سپیک شرکت في ټن د 450000 افغانیو په ارزښت ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته