د سرپل ولایت د قشقري څاه څخه د 10000 ټن خام تیلو د ورځنۍ خرڅلاو آفرګشايي ترسره شوه.

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۸ - ۱۲:۳۷
sds

د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې د (18/2/1401) نېټې د سرپل ولایت د قشقري څاه څخه د 10000 ټن خام تېلوخرڅلاو آفرګشايي د یاد ولایت د غونډو په تالار کې په شفافه توګه تر سره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپل ولایت د قشقري څاه څخه د 10000 ټن ورځني خرڅلاو آفرګشايي چې مخکې اعلان ته سپارلې وه، د موظف هیئت، آفرګشايي او د هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپزلونو په ارزولو کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، د یوې شفافې پروسې لاندې تر سره کړه. 
په دغه آفرګشايي کې د نارت نوبل انرژي د تېلو خام موادو تصفیوي شرکت في ټن 631 شپږ سوه او یو دېرش امریکايي ډالرو د آفرګشايي هئیت له لوري ګټونکی اعلان کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته