د لویو کانونو د دیارلس (۱۳) پروژو اعلان

دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت (لوی مقیاس کانونو د تنظیم ریاست) د لویو کانونو دیارلس (۱۳) پروژې چې په مختلفو ولایتونو کې موقعیت لري، د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې په ۲۴ام تاریخ د داوطلبي پخاطر اعلان ته سپارلې دي.
علاقمندان کولای شي چې د داوطلبي اړوند اسناد یعنې فورم اظهار علاقمندي (EoI) او پرسشنامه شایستګي قبلي (PQQ) په لاندې طریقو لاسته راوړي:
- علاقمندان کولای شي چې lsmd.momp@gmail.com ته بریښنالیک وکړي چې ذکر شوي اسناد تر لاسه کړي.
- د لوی مقیاس د کانونو تنظیم ریاست (دوهم منزل، دفتر شماره ۱۷) ته مراجعه وکړي تر څو تاسو ته په حضوري ډول یاد اسناد وسپارل شي.

یادونه: علاقمندان کولای شي چې په پورته ذکر شوو پروژو کې د ۱۴۰۱ کال د ثور میاشتې تر ۱۰ام تاریخ پورې د داوطلبي اړوند اسناد د لوی مقیاس کانونو د تنظیم ریاست ته تسلیم کړي.