د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچنیو کانونو د قراردادونو تطبیق ته نوی رئیس معرفي شو
د کانونو او پټرولیم وزارت د 28/11/1400 نېټې او د 105 شمېرې وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارات د ریاست الوزرا عالي مقام 5/12/1400 نېټې او د 1315 شمېرې د حکم پر اساس ښاغلی حافظ انجنیر فرید برات زی د کوچني قراردادونو تطبیق د رئیس په توګه وټاکل شو، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور لخوا د دغې ادارې کار کوونکو ته ورمعرفي شو.
په دغه مراسمو کې د وزارت د دفترعمومي رئیس، د منرالونو تنظیم عمومي رئیس، د منابع بشري رئیس او دغه ریاست یو شمېر کار کوونکو ګډون درلود. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کوچني قراردادونو تطبیق نوی رئیس ته د مبارک تر څنګ وویل:” چې شاغلي مخکې د ولوړو زده کړو وزارت کې دنده تر سره کړې چې کافي تجربه لري او په ټولو چارو کې ورته بریالیتوب غواړم".
د کوچني کانونو د قراردادونو تطبیق نوي رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له باور څخه د مننې تر څنګ وویل “ چې په اړوندو چارو کې د پرمختګ لپاره به هر اړخیزې هڅې وکړم او له خپلو همکارانو څخه هیله کوم چې د چارو د ښه پر مخ بېولو لپاره په ګډه کار وکړو.