د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره کړه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۴ - ۱۲:۱۹
sds

د کانونو او پټرولیم وزارت  د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ پنجشنبه 14/11/1400 نېته د رهبري پلاوي غونډه د تخنیکي مرستیال الحاج مولوي محمد عیسی آخند، د جیولوجي سروې مرستیال نور الله ستانکزي، د وزارت د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسوولینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د وزارت د بېلابېلو څانګو د رئیسانو د کړنو د راپور د اورېدو تر څنګ په لاندې مهمو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشوې:

د ۱۴۰۱ کال د تشکیل په تړاو د بشري منابع ریاست د ځینو ستونزو د څېړلو او دغه راز د مس عینکو کان، د ټاپي پروژې، د سرپل ولايت د نفتو استخراج، د غوريان د اوسپنې کان او د غور د مسو کان د بيا کتنې لپاره  تخنیکي معين او د جیولوجي سروې د رئیسانو په مشرۍ د دوو کمېټو د جوړولو پرېکړه وشوه.

همدارنګه په دې غونډه کې د ارزونې پرمهال په شته اهدافو، پلانونو او ستراتیژیو خبرې وشوې، چې په پای کې یې مسوولینو ته د اجرااتو د ښه والي، د کار د سرعت او شفافیت په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته