د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري: ملي شورا د مقننې قوې په توګه کولی شي د قانون پلي کولو او له یادې پروسې د څارنې په برخه کې، د کانونو او پټرولیم وزارت سره همکاري وکړي

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۱۴:۴۸
ییی

د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت یا (AEITI) او د ملي شورا د طبیعي سرچینو کمیسیون، غونډه نن ورځ (د غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۰) د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په مشرۍ، په انلاین او حضوري بڼه، ترسره شوه.

ناسته کې د پالیسیو او برنامو مرستیال، د طبیعي سرچینو د کمیسیون رئیس او غړو، کورنیو او نړیوالو بنسټونو AEITI٬ GIZ٬ او د نړیوال بانک همکارانو برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، وویل: ملي شورا د مقننې قوې په توګه کولی شي د قانون پلي کولو او له یادې پروسې د څارنې په برخه کې، د کانونو او پټرولیم وزارت سره همکاري وکړي.

د ناستې په سر کې، د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت د پروسې په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ، د AEITI چارواکو لخوا د نړیوالو ډونرانو او سهمدارانو د همکارۍ په اړه د غونډې ګډونوالو ته توضیحات ورکړل او د ښې حکومتوالی په موخه یې د صنایع استخراجي سکتور د لا پیاوړتیا په اړه، د ډونرانو په همغږۍ ټینګار وشو.

د غونډې په پای کې، د AEITI په استازیتوب د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه او ملي شورا د طبیعي سرچینو د کمیسیون غړو په صنایع استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولی په اړه، د حساب ورکونې او شفاف مدیریت ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره وکتل.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

بېرته خبرونه ته