د انرژۍ د سکتور د شریکانو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۹:۳۱
۶۵

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، نن ماسپیښین د انرژۍ د سکتور د ادارو/شریکانو د همغږۍ په غونډه کې د ویډیوکنفرانس له لارې ګډون وکړ. 

په دې غونډه کې، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د پانګونې د تسهیل د واحد رئیس عطاءالله نصیب، د افغانستان د برېښنا شرکت اجراییه رئیس داود نورزي، د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت مرستیال پوپل حبیبی، په افغانستان کې د اسیا پرمختیایي بانک رئیس نرندرا سِنګرو، د مالیې وزارت، USAID، GIZ او نړیوال بانک استازو ګډون درلود. 

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په خپلو خبرو کې وویل: د کان کیندنې فعالیتونه پایداره انرژۍ ته اړتیا لري. د استخراجي صنایعو په سکتور کې د پڅې ودې یو لامل، د انرژۍ نیشتوالی دی. له همدې امله، د کانونو د سکتور په چارو کې د سرعت لپاره دې اړونده ادارې خپلې پرمختیایي برنامې په هغو ساحو کې چې د کان کیندنې فعالیتونه ترسره کیږي، تطبیق کړي.

محمد هارون چخانسوري همداراز د افغانستان د کاني او نفت او ګازو د منابعو په اړه چې د انرژۍ په تولید کې د خاص موثریت او اهمیت درلودونکي دي، په ځانګړي ډول د بیات د برېښنا د تولید، مزارشریف، ټاپي، طوطي میدان او ډبرو سکارو په اړه هراړخیز مالومات وړاندې کړل. 

د غونډې په لړ کې، نورو ګډونوالو هم خپل نظرونه شریک کړل او پرېکړه وشوه چې د انرژۍ په سکتور کې دې د تنظیم او تخنیکي مشورو  لپاره د انرژۍ د سکتور د همغږۍ واحد ایجاد شي. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت او د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د سه شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴/۳/۱۳ نیټه لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۲۲
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوي کان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ دیاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلا بېلو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۶:۵۷
Background image

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو دریو څاګانو د کیندنې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د ۱۴۰۴/۳/۱۰ نېټه د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو د دریو څاګانو د کیندنې تړون د(۸۰۰۰۰۰۰) اته میلیونه امریکايي ډالرو په. . .

بېرته خبرونه ته