د کانونو د وزیرانو شپږمه بین المللي غونډه د ۲۶ هېوادونو د کانونو د وزیرانو او معینانو او نړیوالو نهادونو د استازو په ګډون ترسره شوه

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۲۲:۲۷
۶۵۶

د کانونو د وزیرانو شپږمه بین المللي غونډه چې د استخراجي صنایعو په سکتور د کوېډ - ۱۹ د زیانونو په اړه د بحث او په راتلونکې کې د دا ډول آفتونو پر وړاندې د چمتووالي د تدابیرو په موخه ترتیب شوې وه، د ۲۶ هېوادونو د کانونو او پټرولیم د وزیرانو او معینانو او د نړیوالو نهادونو د استازو په ګډون د ویډیوکنفرانس له لارې ترسره شوه. 

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو د تسهیل معین محمد عتیق ذکي په خپله وینا کې وویل: د افغانستان د نورو سکتورونو ترڅنګ، د استخراجي صنایعو سکتور هم د کوېډ – ۱۹ له امله ډېر اغېزمن شو او استخراجي برنامې او د ستر او کوچني مقياس د قراردادونو پروسې د اقتصادي ځوړ له امله بطي شوې. خو په دې وروستیو کې، موږ خپلې یو شمېر پروژې اعلان ته وسپارلې، ترڅو په سکتور کې بېرته تحرک ایجاد او خلکو ته د کار فرصتونه مساعد کړو. 

محمد عتیق ذکي وویل: کوېډ - ۱۹ موږ ته د ارتباطاتو د تامين او اجراآتو لپاره يوه نوې لاره راوښوده. موږ اوس مهال د ډيجيټل حکومتولۍ په لوري روان يو او اداري تشکيل مو د وزارت د اهدافو، د کانونو د لارې د نقشې او د ورځينيو اړتياو په پام کې نيولو سره عيار کړی دی‌. 

د غونډې په لړ کې، د ۲۶ هېوادونو د استخراجي سکتور وزیرانو، مرستیالانو او د نړیوالو نهادونو استازو هم خبرې وکړې او د استخراجي صنایعو په سکتور د تحرک د بیاځلې تامین لپاره یې خپلې برنامې او تجربې شريکې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته