د کانونو او پټرولیم وزیر د لوګر له والي سره په کتنه کې د هغه ولایت د کانونو د مدیریت په اړه بحث وکړ

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۸:۲۳
ااا

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، نن سهار د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په دغه کتنه کې د لوګر ولایت د کانونو د مدیریت، د مس عینک پروژې د ستونزو د حل او د نویو ساحو د سروې په اړه بحث او خبرې وشوې.

محمد هارون چخانسوري وویل: زموږ موخه، د استخراجي صنایعو په سکتور کې د تحرک او شفافیت تامینول دي. له همدې امله، په پلان کې لرو چې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ، په لوګر ولایت کې هم د نویو ساحو سروې ترسره کړو ترڅو د کانونو د غوره مدیریت ترڅنګ، د سیمې خلکو ته هم کاري فرصتونه برابر شي.  

د کانونو او پټرولیم وزیر د لوګر له والي څخه د کانونو د غوره مدیریت په برخه کې د وزارت له ولایتي واحد سره د همکاریو غوښتنه وکړه. 

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وویل: د لوګر ولایتي اداره د خلکو په ژوند کې د غوره اقتصادي بدلون د رامنځته کولو لپاره، د کانونو او پټرولیم وزارت سره هر ډول همکاریو ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته