محمد هارون چخانسوري: د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د ملي او بین المللي پانګونې هرکلی کوو
![xxx](/sites/default/files/2020-12/131581240_2735403740005053_1525784595697737790_o.jpg)
د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري نن سهار په کابل کې د فرانسې سفیر ښاغلي ډېوېډ مارټینون سره په خپل کاري دفتر کې سره وکتل.
ددغې کتنې په لړ کې د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د پانګونې لپاره د شته ظرفیتونو او فرصتونو په اړه هراړخیز بحث وشو.
ښاغلي ډیوېډ مارټینون د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د فرانسې د خصوصي سکتور د پانګونې د لېوالتیا په اړه معلومات شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د فرانسې سفیر ته د هرکلي ترڅنګ د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د شته ظرفیتونو او فرصتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
محمد هارون چخانسوري وویل: موږ د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د ملي او بین المللي پانګونې هرکلی کوو.