د سرپل ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
سرپل ولایت چې یو شمېر کاني ظواهر لري، د افغانستان د شمالي ولایاتو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې مرکز یې د سر پل ښار دی، دا ولایت د شمال لخوا د جوزجان، ختیځ ته يې بلخ او سمنګان، سویل ته یې غور او بامیان، او د لویدیځ لخوا د فاریاب له ولایت سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د سرپل ولایت نفوس د احصأیې ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (621,002) تنه ښودل شوی.
د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د سرپل ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (31) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د سرپل ولایت کاني ظواهرو لیست!
| شمېره | ولایت | د منرالونو ډولونه اوکاني ظواهر | کاني سیمې | 
| 1 | سرپل | نفت | د انگوت سیمه | 
| 2 | سرپل | نفت | د آقدریا سیمه | 
| 3 | سرپل | نفت | د قشقری سیمه | 
| 4 | سرپل | نفت | د بازار کمی سیمه | 
| 5 | سرپل | مس | 
 | 
| 6 | سرپل | خاوره لرونکي سمندري جغل | د قریه قراغو سیمه | 
| 7 | سرپل | خاوره لرونکي جغل | د آسیا آباد سیمه | 
| 8 | سرپل | خاوره لرونکي جغل | د اوچی خورد سیمه | 
| 9 | سرپل | خاوره لرونکي سمندري جغل | د انگیشکه سیمه | 
| 10 | سرپل | فیروزه | د سرخ جوی سیمه | 
| 11 | سرپل | مس | د بلخاب سیمه | 
| 12 | سرپل | نفت | د بلاک بازارکمی سیمه | 
| 13 | سرپل | مس | د قریه میرسید مراد سیمه | 
| 14 | سرپل | سکاره | د غزبه خانه سیمه | 
| 15 | سرپل | سکاره | د تخاگرد سیمه | 
| 16 | سرپل | سکاره | د گلورز سیمه | 
| 17 | سرپل | سکاره | د پسته مزار میرزاولنگ سیمه | 
| 18 | سرپل | ودانیزې ډبرې | د کاریز سیمه | 
| 19 | سرپل | سکاره | د گواخ سیمه | 
| 20 | سرپل | سکاره | د تل عاشقان سیمه | 
| 21 | سرپل | خاوره لرونکي جغل | د آسیاباد سیمه | 
| 22 | سرپل | خاوره لرونکي جغل | د انگیشکه سیمه | 
| 23 | سرپل | خاوره لرونکي جغل | د اوچی خورد سیمه | 
| 24 | سرپل | خاوره لرونکي جغل | د قراغو سیمه | 
| 25 | سرپل | نفت | د بازار کمی سیمه | 
| 26 | سرپل | ډبرو سکاره | 
 | 
| 27 | سرپل | خاوره لرونکي سمندري جغل | د انگیشکه سیمه | 
| 28 | سرپل | فیروزه | د سرخ جوی سیمه | 
| 29 | سرپل | تیل | د آقدریا سیمه | 
| 30 | سرپل | تیل | د قشقری سیمه | 
| 31 | سرپل | تیل | د بازار کمی سیمه | 
سر چینې:
- د سرپل ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸ (https://idlg.gov.af/sar-e-pol/ )
- د سرپل ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه،1399https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf