د کانونو او هایدروکاربن د سکتور لپاره د معلوماتو د مدیریت د جامع سیستم د جوړولو په اړه د امریکا متحده ایالتونو د ځمکې پېژندنې د سروې ادارې (USGS) له استازو سره خبرې وشوې

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۸:۶
xxx

نونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، نن مازدیګر د ویډیوکنفرانس له لارې د امریکا متحده ایالتونو د ځمکې پېژندنې د سروې ادارې (USGS) له استازو سره د افغانستان د کانونو او هایدروکاربن د سکتور لپاره د معلوماتو د مدیریت جامع سیستم په جوړولو کې د تخنیکي سلا مشورو په اړه خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د امریکا متحده ایالتونو د ځمکې پېژندنې له ادارې (USGS) سره د سکتور د معلوماتو د راټولولو په برخه کې کافي کار کړی او اوس ددې اړتیا لېدل کیږي چې یاد معلومات په یوه جامع او منظم سیستم کې ځای پر ځای کړو.

د افغانستان د مختلفو منابعو معلومات، څيړنې، نقشې،سروې ګانې، دساحو کوردینات او ټول هغه مشخصات چې د استفادې وړ دي، په یاد سیسټم کې وساتل شي، او د دغو معلوماتو څخه د پانګونې د جلبولو په برخه کې موثره او شفافه ګټه واخیستل شي، ترڅو په یاد سکتور کې د پانګونې بهیر چټک شي، پانګوالو ته د معلوماتو په برخه کې اسانتیاوې ایجاد شي او معلومات په یو واحد جامع او د اعتماد وړ سیسټم کې خوندي شي.

د امریکا متحده ایالتونو د ځمکې پېژندنې د ادارې (USGS) استازو د کانونو او پټرولیم وزارت له یاد نوښت څخه هرکلی وکړ او په دغه برخه کې یې د تخنیکي همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته