د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له مسئول سره وکتل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۳:۲۶
ff

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) مسوول عبدالله الدرداري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د کانونو د لارې د نقشې په اساس د برنامو د تنظیم او د تخنیکي ظرفیت د عیارولو په هکله خبرې وکړې او د افغانستان د کانونو په سکتور کې یې د شفافیت، تحرک او سرعت لپاره د وزارت د نویو برنامو په اړه معلومات ورکړل.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) مسوول عبدالله الدرداري د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او په تخنیکي برخو کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۵۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با هیئت قزاقستان

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  چهارشنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۱۶ با  ژانی بیک تایزانوف معین وزارت ترانسپورت، شارخان ایران معین وزارت صنعت و ساختمانی، میربیکوف یرکین رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۸
Background image

وضاحت

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې آوازې خپرې شوي، چې ګویا د خان محمد وردګ په نامه کوم کس د کانونو او پټرولیم وزارت کې د مدیره پلاوي ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی، کانونو او پټرولیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۶
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د کونړ ولايت د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د کونړ ولایت کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله د یادې څېړنې وروسته یې د. . .

بېرته خبرونه ته