کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو د غیر قانوني کېندنو د مخنیوي او د صنایع استخراجی سکټور په برخه کې د شته ستونزو په اړه د کندهار، هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو له والیانو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۱:۴۱
cc

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند، نن ورځ مخکې له غرمې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره ته لاړ او د ویډیویې کنفرانس په ترڅ کې یې د کندهار، هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو له والیانو سره د غیرقانوني کېندنو او په صنایع استخراجي سکټور کې د ستونزو د حل په موخه، د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دغه ناسته کې د کندهار ولایت والي، د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال او د دې وزارت یو شمیر رئیسانو ګډون کړی ؤ. په لومړي سر کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د کانونو غیرقانوني کېندنو او د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور د راتلونکو برنامو ته په اشارې وینا وکړه.

همدا رنګه د ولایاتو د رهبرۍ له همکاري څخه ستاینه وکړه، او د ولایاتو په همکارۍ یې کانونو وزارت د هېواد د عایداتې سرچینو څخه یاد کړ.

او همدا ډول د ننګرهار، هرات، هلمند او کندهار ولایتونو والیانو، د موضوع په اړه د خپلو خبرو په ترڅ کې د ترسره کړو کارونو او اجراآتو څخه ‌‌ذکر وکړ.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د کانونو د استخراج په برخه کې د ولایاتو په همکارۍ ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې د هېواد د کانونو د غیرقانوني کېندنو د مخنیوي بنیادي لاره د کاني سیمو قانوني کول او په دې برخه کې یې کانونو او پټرولیم وزارت د ملي تدارکاتو کمیسیون او د عالي اقتصادي شورا په مستقیمه همکارۍ د جدي اقداماتو د تر سره کولو څخه یادونه وکړه.

#ننګرهار #هرات #هلمند #کندهار #کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته