کانونو او پټرولیم وزارت د څلور واړو معینیتونو د فعالیتونو په تړاو د راپور ورکونې ناسته ترسره کړه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۰:۲۸
123

د راپور ورکونې ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند په مشرۍ، د دې وزارت د څلور واړو [تخنیکي، سروې او جیولوژي، پلان او پالیسي او پلان او د مالي او اداري] معینیتونو د فعالیتونو په تړاو د راپور ورکونې ناسته، د دې وزارت د غونډو په تالار کې ونیول شوه.

د یادې ناستې په سر کې، سروې‌جیولوژي معینیت د خپلو کارونو او لاسته راوړنو په اړه د ۱۳۹۸ مالي کال ګزاش وړاندې کړ، چې په هغې کې د (۲۲) کاني سیمو د تثبیت، د کان کېندنې څخه مخکې په کاني سیمو کې د ژوند چاپیریال څیړل، د زیان مندونکو سیمو د تثبیت او د لایتونو څخه د راپورونو د څارنې او ارزونې په برخه کې د سروې جیولوژی اړونده کمیټو د جوړولو څخه یادونه وکړه.

له هغې وروسته مالي او اداري معینیت د ۱۳۹۸ مالي کال د ۹۹ سلنه بودجې د لګښت، د وزارت اړوند کارکونکو د مشکلاتو د حل، د قراردادونو او د هغو د پلي کیدو او د ۱۶ تولیدي شرکتونو څخه د عوایدو راټولولو په تړاو خپل ګزارش وړاندې کړ.

همدارنګه د پالیسیو او برنامو معینیت د حقوقي چوکاټ د پراختیا، د حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو، د کان کېندنې د مقررې نهایې کول او د کابینې تصویب، د کانونو ساحوي کارکونکو د امتیازاتو تنظیمول، د کانونو د ستراتیژۍ لپاره د اصلاحاتو او د وزارت د تګلارې بیاکتنه او پلي کول، د قراردادونو د سفارشاتو پلي کیدل، د پالیسۍ او ستراتیژۍ د پراختیا په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

چې په اخر کې تخنیکي معینیت د قراردادونو د تړونونو، د کوچنیو کاني پروژو ته د جواز ورکونې، د کان کیندنې د فعالو قراردادونو ارزول، د نهایی کیدونکو پروژو لیست چې داقتصادي عالي شورا ته لیږل شوی، د منرالونو د پروسس پخاطر د اجازې ورکونې، د فعالو قراردادونو مدیریت او د بریښنایی کډاسټر سیسټم د پلي کیدو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

کانونو او پټرولیم وزارت رهبري ژمنه ده، چې د 1399 مالي کال لپاره ټاکل شوي اهداف په خپل وخت سره تعقیب کړي؛ ترڅو د استخراجي سکټور د ودې او پرمختګ سبب ورګرځي.

#کانونوا‌و‌‌پټرولیم‌وزارت #MoMP

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۱۰:۵۲
Background image

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند په افغانستان کې د چین له سفیر سره وکتل 

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند د دوست هیواد چین سفیر ښاغلي وانگ‌یو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل؛ د دې لیدنې هدف د چین هیواد له لورې د افغانستان په صنایع. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۱۳:۴۹
Background image

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر عنایت‌الله مومند د ملګرو ملتونو د ځانګړي نظارت ټیم سره لیدنه ترسره کړه

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند د ملګرو ملتونو د ځانګړي نظارت ټيم سره لیدنه ترسره کړه؛ د دې لیدنې هدف د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې د ترهګریزه ډلو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

جیولوجیکي ساحوي ټیم د تخار ولایت د ورسج او کلفګان ولسوالیو د سنګ‌آب، انوی او دشت رباط سیمو ته د مرمرو او ګچو د پلټنی په موخه

د هیواد طبیعي زیرمې د ملي ګټو له بې ساري او بې بدیلو سرچینو څخه شمېرل کېږي. د افغانستان د جیولوجيسروې تل هلېځلې کوي تر څو هغه طبیعي زیرمې چې لاهم د ځمکې لاندې پټې او خوندي پاتې دي. . .

بېرته خبرونه ته