په کابل کې د ایران له سفیر سره د کانونو  او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۴:۱۹
www

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پلان او پالیسۍ مرستیال شېخ ضیاء الرحمن الاریوبي او د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په شتون کې په افغاستان کې د ایران له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره د سه شنبې په ورځ د ۲۴/۸/۱۴۰۱ نېټې ورسره ولیدل.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې افغانستان او ایران د دیني او کلتوري مشرکاتو او ښې او اږدمهاله اړیکو له پلوه ښه ګاونډي او دوستانه هیوادونه وبلل او وویل:  چې افغانستان د مس، اوسپنې سره زرو، سرپ و جست او د نفت او ګازو په څېر زیاتې طبعي زېرمې لري. اوس چې په افغانستان کې پوره امنیت رامنځته شوی ایراني پانګوال چې کوم علمي او تخنیکي ظرفیتونه لري کولی شي د هیواد د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
په افغانستان کې د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان هم د افغانستان د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره د ایران د اسلامي جمهوریت د همکاریو په اړه خبرې وکړې او وویل: د ایراني لوی شرکتونه د افغانستان د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دي او له یاد وزارت سره د کان کېندنې په برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۵۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با هیئت قزاقستان

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  چهارشنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۱۶ با  ژانی بیک تایزانوف معین وزارت ترانسپورت، شارخان ایران معین وزارت صنعت و ساختمانی، میربیکوف یرکین رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۸
Background image

وضاحت

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې آوازې خپرې شوي، چې ګویا د خان محمد وردګ په نامه کوم کس د کانونو او پټرولیم وزارت کې د مدیره پلاوي ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی، کانونو او پټرولیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۶
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د کونړ ولايت د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د کونړ ولایت کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله د یادې څېړنې وروسته یې د. . .

بېرته خبرونه ته