په بامیان ولایت کې د استخراجي صنایعو د رونټیا په برخه کې د عامه پوهاوي ورکشاپ وړاندې شو
یاد دوه ورځنۍ ورکشاپ په کان کېندنې کې د ځایې خلکو د ګډون، ټولنیزې څارنې، د کاري فرصتونو د لومړیتوبونو له حق او په ژوند چاپېریال باندې د اغیزو د مخنیوي په برخه کې چې د GIz د دفتر په مالي لګښت او د افغانستان استخراجي صنایعو د رونټیا نوښت(AEITI) د سکرتریت په تخنیکي مرسته، چې په کې څلویښتو (۴۰)تنو ګډون کړی ؤ، وړاندې شو.
د یاد ورکشاپ ګډون کوونکي، چې د بامیان، دایکندی، غور او د حاجی ګک کان د سیمه ایزې شورا له غړيو څخه وو، د دې ډول ورکشاپونو لاسته راوړنې ګټورې و بللې او د داسې ورکشاپونو وړاندې کول يې د کاني سیمو د ټولنیزې پراختیا لامل یاد کړل.