محمد هارون چخانسوري: د کانونو د سکتور په حقوقي چوکاټ کې د پایداره او د اعتماد وړ اصلاحاتو څخه موخه د پانګونې په بهیر کې د اسانتیاو رامنځته کول دي

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۷:۵۳
zz

دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن ماسپښین د ویډيو کنفرانس له لارې د منرالونو کاري ګروپ په غونډه کې چې د خصوصي سکتور، ډونرانو او مدني ټولنو استازو پکې ګډون درلود، ګډون او وینا وکړه.

په دغه غونډه کې د افغانستان د استخراجي صنایعو د سکتور د لارې نقشې، په حقوقي چارچوب کې د اصلاحاتو، د لویو او کوچنینو کانونو د غیرقانوني کیندنې د مخنیوي په موخه د ولسي مشارکت او مشورې د پروګرام، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس د مرکزونو او د وزارت په تشکیلاتي اصلاحاتو بحث ترسره شو.

دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: د افغانستان د استخراجي صنایعو سکتور د مدیریت لپاره د لارې نقشه لرو او غواړو چې ټول لومړیتوبونه د همدې تګلارې په اساس وټاکو ترڅو د شته ظرفیتونو څخه په منظمه توګه ګټه واخلو او د خصوصي سکتور، خلکو او حکومت ترمنځ مشارکت او همغږي زیاته کړو.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د استخراجي صنایعو د سکتور په قانون کې پایدار او د اعتماد وړ اصلاحات ددې لپاره راځي؛ چې د سکتور لپاره جوړه شوې د لارې نقشه په سمه توګه تطبیق شي؛ او د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته شي.

محمد هارون چخانسوري وویل، د وزارت په تشکیلاتو کې به منطقي اصلاحات راولو ترڅو د کمیت پر ځای پر کیفیت تمرکز وشي. هغه وویل چې، د معلومات د خوندیتوب او طبقه بندۍ لپاره به د معلوماتو د مدیریت سیستم ایجاد کړای شي ترڅو د افغانستان د طبیعي زېرمو په هکله د کره مالوماتو د نیشتوالي په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته