محمد هارون چخانسوري: د کابینې د مصوبې پربنسټ دې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کې د ټاپي پروژې د استملاک د چارو لپاره ځانګړې برخه ایجاد شي

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۸:۲۸
xxx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن ماسپښین د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي محمود کرزي سره د ټاپي پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک، دکانونو او پټرولیم وزارت او د ښارجوړلو او ځمکو وزارت او د ټاپي کمپني لمیټډ (TPCL) شرکت ترمنځ د تفاهم لیک او د پروژې په روان وضعیت خبرې وکړې.

محمد هارون چخانسوري وویل: د ټاپي پروژې د مسیر ولایتونه باید د اقتصادي او اجتماعي پروژو اساسي برخه وګرځي او د ټاپي پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک چارې باید ژر تر ژره پیل شي، ترڅو د پروژې د عملي کار پیل کېدو ته زمینه مساعده شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښارجوړولو او ځمکو وزارت څخه وغوښتل چې د کابینې د مصوبې پربنسټ دې په دغه وزارت کې د ټاپي پروژې د استملاک د چارو لپاره ځانګړې برخه ایجاد شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمود کرزی د ټاپي پروژې تطبیق د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه وباله او ددې مهمې پروژې د تطبیق لپاره یې د هر راز همکاریو د ژمنې ترڅنګ، خپل ټیم ته لارښوونه وکړه چې د کابینې د مصوبې پر بنسټ دې د ټاپي پروژې د استملاک د چارو لپاره ځانګړې برخه ایجاد کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته